نن په جرمني کې د برلین دېوال د نړېدو د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت د درې ورځنی جشن دوهمه ورځ ده.
دا مراسم د ۱۹۸۹ کال د نوامبر په نهمه نېټه د هغه سوله ییز انقلاب یادونه ده چې په نتیجه کې یې د ختیځې جرمني سرحدي سرتېرو؛ د لویدیځې جرمني پرمخ دروازې پرانیستلې او د خلکو یوې لویې ډلې ته یې د اوښتو اجازه ورکړه.
لویدیځ او ختیځ جرمني څه کم یوکال وروسته د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په درېیمه نېټه سره یوځای شول.
په سږنیو مراسمو کې شاوخوا اوه زره لویې سپینې پوکڼۍ د برلین د پنځلس کیلومتره دېوال په اوږدو کې پرمځکه کلکې شوې دي.
د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل چې خپله هم په ختیځې جرمني کې لویه شوې ده؛ په دې وروستیو کې ویلي وو چې په ۱۹۸۹ کال د برلین د دېوال نړېدل به یې هېڅکله هېر نه شي؛ ځکه چې دا آزادۍ ته پنځه دېرش کاله سترګې په لاره وه.
د پخواني شوروي اتحاد مشر میخایل ګرباچوف چې د اصلاحاتو سیاستونو یې بدلونونو ته لاره اواره کړه؛ هم په پرونیو مراسمو کې حاضر و.