په جرمني کې د برلین دېوال د نړېودلو ۲۵مې کلیزې په مناسبت جشن پیلیږي

نن جرمني د برلین د دیوال د نړیدو د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت درې ورځني جشن پیلوي.

د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل چې خپله هم په ختیځ المان کې زیږیدلې؛ د هغو کسانو د یاد د مراسمو مشري کوي چې د ساړه جنګ پرمهال د ختیځ جرمني څخه د تیښتې پر مهال وژل شوې دي.

شپیته کلنې انګیلا میرکل په دې وروستیو کې ویلي؛ د برلین د دېوال نړېدل هیڅکله نه هیروي؛ ځکه پنځه دیرش کاله د ازادۍ د دې ورځې په تمه وه.

ټاکل شوې چې د شوروي اتحاد پخوانی مشر میخایل ګورباچوف به هم چې سیاستونه یې په نړۍ کې د سترو بدلونونو؛ د ساړه جنګ د پای او د شوروي اتحاد د نړیدو سبب شول؛ په هغه سرحدي ټکي کې له راټول شویو خلکو سره وګوري چې پخوا یې ختیځ او لویدیځ جرمني له یوبله بیل کړي وو .