واشنګټن وايي، د اوکراین په ختیځ کې د یاغیانو تر واک لاندې د ډونېڅک په ښار کې پر یوه ښوونځي د توغندیو ورولو د هغې پېښې د پلټنو ملاتړ کوي چې په کې دوه زلمیان ووژل شول.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جېن ساکي تېره ورځ د توغندیو دا برید وغنده چې په کې دوه زلمي ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول. د چارشنبې په ورځ د ډونېڅک له هوايي ډګر سره نېږدې په هغه ځای کې درنه بمباري وشوه چې په کې حکومتي ځواکونه د روسي پلوه بېلونپالو تر محاصرې لاندې دي.
یو توغندی له یوه ښوونځي سره نېږدې د فټبال په لوبغالي کې ولګېد چې په کې دوه زلميان ووژل شول.
کییف روسي پلوه بېلتونپالي د دې راکټي برید لپاره پړه بولي. خو روسي پلوه بېلتونپالي پر اوکرایني حکومتي ځواکونو د دې پېښې تور پورې کوي. په روسیې کې پلټونکو د اوکراینیو قومندانانو پر ضد جنايي دعوه پیل کړې ده او دعوه کوي چې دا وژنې په سیمه کې د روسي ژبیو د ختمولو د هڅو له کبله شوې دي.
د سپټمبر پر پینځمه د اوربند له تړون سره-سره په ختیځ اوکراین کې جګړه روانه ده چې په کې د اپرېل له میاشت راهیسې له ۴۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.