د پاکستان یوه پولیس افسر هغه سړی وژلی دی چې د کفر په ویلو تورن شوی و.
چارواکي وایي، طفیل حیدري د چهارشنبې په ورځ د اسلام پیغمبر ته د سپکو سپورو د ویلو په تور د ګجرات په ښار کې ونیول شو.
د راپورونو له مخې، په پنجاب کې د پولیسو یوه افسر فراز نوید؛ دغه تورن پرون پر تبر وواژه.
ویل کیږي چې طفیل حیدري په ګجرات کې د سنیانو د یوه اقلیت ډلې مربوط و.
د بشري حقونو فعالان له پاکستانه غواړي چې مقدساتو ته د توهین قانون لرې کړي.
د بشري حقونو فعالان په دې باور دي چې دغه ډول تورونه ډير کله خلک د شخصي عقدو له امله پورې کوي؛ خو تر اوسه د اسلام اباد حکومت دغه غوښتنې نه دې منلي.