ناټو: د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د دوی جنګي ماموریت پای ته رسیږي

د ناټو عمومي منشي وايي، د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د دوی جنګي ماموریت پای ته رسیږي او له افغانستان سره به د ناټو د اړیکو نوې صفحه پرانیستل شي.

ینس ستوتلتنبرګ چې نن له غرمې وروسته یې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په کابل کې خبرې کولې وویل چې، ناټو د ملي شورا له لورې په افغانستان کې د دې سازمان د ځواکونو د حضور د څرنګوالي په باب د موافقت نامې د پروسې بشپړیدو ته په تمه ده.

په دغه خبري غونډه کې ولسمشراشرف غني همدارنګه په افغانستان کې د ناټوځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې، راتلونکی کال افغان لوري ته د ټولو امنیتي مسولیتونو لیږد په دې معنی نه ده چې له افغانستان سره به د ناټو اړیکې پای ته و رسیږي بلکې دا به د دواړو لورو تر منځ د اړیکو یو نوی باب وي.