حماس په بیت المقدس کې د موټري برید مسولیت پرغاړه اخیستی

د حماس سخت دریځې ډلې په بیت المقدس کې د موټري برید مسولیت پر غاړه اخیستی. په دې برید کې یو کس وژل شوی و .

پرون یو عرب موټر چلونکې د اسراییلو د سرحدي ساتونکو پر یو ډلې خپل چټک موټر ور وڅرخاوه او وروسته له یوې اوسپنیزې ډنډې سره له موټر ښکته شو او پر خلکو یې برید وکړ.

نوموړي یو اسراییلي ساتونکې وواژه او دولس تنه نور یې ټپیان کړل. برید کونکې هم د اسرایلي پولیسو په ډزو ټپي شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري دا یو تروریستي برید ګڼلی او غندلی یې دی:

"موږ په بیت المقدس کې د تیرې ورځې حمله چې یو موټر چلونکې په قصدي توګه پرپلي لارویانو باندې موټر وروست او یو تن یې وواژه غندو.

په اقصی جومات کې شوې تاوتریخوالی هم د اندېښنې وړ دی. سپیڅلي ځایونه باید د شخړو سرچېنه و نه اوسي او ټولې خواوې باید قاطع ګامونه واخلي څو وضیعت ارام شي.″

دغه برید په هغه سیمه کې شوی چې دوه اونۍ مخکې یوه فلسطینی په ورته حمله کې خپل موټرد خلکو پرګڼه ګوڼې سیخ کړی و، چې په نتیجه کې یی یوه ښځه او یوماشوم وژل شوی و.

پرونی حمله وروسته له هغی وشوه چې د اسراییل پولیسو د بیت المقدس په زاړه ښاکې سپیڅلی لانجمن ځای ته نژدی هغه په لسوګونو فلسطینیان تیت او پرک کړل چې د پولیسو پرلوری یی ډبرې او پټاقې وارولې.