پاکستان: د پوځ مشرجنرال راحيل شريف به کابل ته لاړ شي

د پاکستان پوځي مقامات وايي، د دې هېواد د پوځ مشر جنرال راحيل شريف به نن پنجشنبې د يو ورځني سفرپه ترڅ کې د افغانستان پايتخت کابل ته لاړ شي او پرافغان ولسمشراشرف غني سربېره به له يو شمېرحکومتي چارواکېو سره وګوري.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفترچارواکو د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې جنرال راحيل شريف به کابل ته د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کې، له اجرايوي مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د دفاع وزير او همدا راز له جګپوړو امنيتي مقاماتو سره هم وګوري او په دوه اړخيزو اړيکو سربېره به ورسره په وزيرستان کې پر روانو پوځي عملياتو او د سيمې پر عمومي وضعيت خبرې وکړي.

په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت تر رامنځ ته کېدا وروسته کابل ته دا د پاکستاني پوځ د مشر لومړى سفر دى.