افغان ولسمشراشرف غني پرون چهارشنبې د افغانستان، چېن او تاجکستان ترمنځ د اتصال د نقطې په اړه هوکړه لیک توشیح کړ.
په دې اړه د ارګ په مراسموکې د افغان حکومت اجرایوي ریس عبدالله عبدالله او د چېن او تاجکستان سفیران هم حاضر وو.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشرد اساسي قانون له حکم سره سم او د مشرانو جرګې له تایید وروسته، د افغانستان، چېن او تاجکستان ترمنځ شوی هوکړه لیک چې د دې درې هېوادونو ترمنځ د سرحدي نقطې په اړه دی توشیح کړ.
ولسمشراشرف غني وویل، د دې هوکړه لیک په بنسټ د درې واړو هېوادونو ترمنځ نښلونکې نقطه ټاکل کېږي او په دې برخه کې ټولې چارې په غور ترسره شوې دي.
ښاغلي غني زیاته، چېن ته یې په خپل وروستي سفرکې د واه خان د هلیزپه اړه هم له چېنايي چارواکو سره خبرې کړې.
د نوموړې په وینا دا لاره به افغانستان د چېن له لوی اقتصاد سره وصل کړي.
نوموړې همدارنګه د تاجکستان مننه هم وکړه چې د ده په وینا په نوي قرارداد کې یې افغانستان ته د بریښنا د صاداراتو اندازه زیاته کړې ده.