په ترکيه کې د ۱۳ تري تم شويو افغانانو د موندلو هڅې روانې دي

په استانبول کې د افغانستان کونسلګري وايي، تر اوسه د شپږ ويشت کسانو مړي موندل شوې دي. د دغو غيرقانوني مهاجرو کشتۍ د دوشنبې په ورځ غرقه شوه.

جميل ابراهيم خيل د مزارشريف اوسيدونکي دي، دي پنځه ويشت کلن دي او له نژدې شپږو مياشتو راهيسې په استانبول کې ژوند کوي. دي په پټه هلته اوسي او انتظار دي چې يوه ورځ يوه اروپايي هيواد ته مهاجر شي.

ابراهيم خيل وايي، افغان قاچاق وړونکي تر اروپا پورې سړي سر څه باندې لس زره ډالر اخلي:

«اکثر هغه قاچاقبران چې خلک له ترکيې اروپا ته استوي، په افغانستان کې دي او بيا دوي په يونان کې پر افغان قاچاق وړونکو پلوري. که يو تن غواړي چې تر جرمني پورې ولاړ شي بايد دوي ته نهه زره يورو ورکړي، خو هغه هم که په سمندر کې ډوب نه شي يا په ځنګلونو کې له يخه ساه ورنه کړي او وحشي ځناور يې ونه خوري، کاشکي خو يو څوک روغ جوړ رسيدلي»

کومه لاره چې افغانان له هغې لويديځې اروپا ته ځي، خطرناکه لاره ده چې بيا بيا د دوي کشتۍ په اوبو کې ډوبې شوې دي.

د دوشنبې په ورځ هم هغه بيړۍ د استانبول په اوبو کې ډوبه شوه چې ۴۲ افغانان پکې سپاره وو. په استانبول کې د افغانستان قونسل ذبيح اله حيدري وايي، د دې پيښې د پاتې ديارلس ورکو د موندلو هڅې روانې دي:

« اوس ټولې هڅې پر دې تمرکز کوي چې ورک کسان چې شمير يې ديارلسو ته رسيږي، پيدا شي. له بده مرغه تر اوسه د دوي درک نه دي معلوم شوي، خو بيا هم هڅې روانې دي. که چيرته تري تم شوي کسان پکې ونه ګڼو نو تر اوسه د تلفاتو شمير شپږ ويشت تنو ته رسيږي»

کومه کشتۍ چې دغه افغانان يې انتقالول، سمه خوندي نه وه نو د پاتې ديارلس کسانو ژوندي پاتيدو ته هم هيلې لږې دي.

جميل ابراهيم خيل چې په ترکيه کې دي، وايي، دي دلته په چکر نه دي راغلي، بيکارۍ د خپل هيواد پرېيښودو ته اړايستي دي:

« موږ دلته مستۍ او تفريح ته نه يو راغلي، موږ د دې لپاره راغلي يوو چې په افغانستان کې کار نه شته، ځوان يم، دولس کاله مې تعليم کړي او دوه کاله مې هم د ښوونکي روزنه لوستې ده. تاسو فکر وکړئ چې په افغانستان کې مې کار ونه مونده، که مې هلته موږ ته کار وي او د کار زمينه برابره وي، نو بيا کله غواړم چې اروپا ته ولاړ شم»

تراوسه د ترکيې لوي څارنوالي دوه کميټې موظفې کړې دي، څو د افغانانو د دې غرقې شوې بيړۍ په اړه تحقيقات وکړي.

د دې پيښې علت نه دي روښانه شوي خو اووه کوچنۍ بيړۍ ، يوه هيلکوپتر او يوه ډله څيړونکي هڅې کوي، څو لومړي دغه ديارلس تري تم راپيدا کړي.

په دې ترڅ کې په ترکيه کې د افغانستان قونسلګرۍ له ټولو افغانانو وغوښتل څو خپل خپلوان پرې نه ږدي چې پر دغو خطرناکه لارو سفر وکړي. په استانبول کې افغان کونسل ذبيح اله حيدري ازادي راډيو ته وويل:

«زما لارښوونه او جدي مشوره خپلو هيوادوالو ته دا ده چې دغه خطرناکه لاره مه وهئ، موږ دې لارې ته د مرګ لاره وايو، له کله چې موږ دلته يوو، له بده مرغه بيا بيا دغسې پيښې پکې تکرار شوې دي، هڅه وکړئ چې قاچاق وړونکي مو غلط نه کړي، په دغسې خطر که ځان مه اچوئ»

د دوشنبې تر پيښې مخکې د يونان او ايتاليا په اوبو کې هم ورته پيښې شوې وې چې يو شمير افغان مهاجرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د استراليا په لاره کې هم تر اوسه ګڼ افغانان مړه شوې دي.