ولسي جرګه وایي په انتخاباتي کمیسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره باید د انتخاباتو د کمیسیون د صلاحیتونو او تشکیلاتو قانون تعدیل شي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې پر لویې څارنوالۍ غږ و کړ چې د جمهوري ریاست د تیرو انتخاباتو د ټولو شکایتونو او د دې انتخاباتو د جرمي اړخونو د څیړلو لپاره اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې نن د انتخاباتي کمیسیونونو مشران دغې جرګې ته غوښتي وو؛ خو هغوی د استجواب لپاره حاضر نشول.