صدیقي: په بېلابېلو پوځي عملیاتو کې ۱۶۰ تنه وسله وال وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت وایي، په روانه اونۍ کې یې په یو شمېر ولایتونو کې عملیات کړي او په نتیجه کې یې ۱۶۰ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته وویل چې دغه عملیات په کندز، بدخشان، هلمند، کندهار، پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل، له دغو عملیاتو سره چې شمیر یې اته دیرشو ته رسیده؛ په یادو ولایتونو کې نا امنۍ راکمي شوي دي.