"د انتخاباتي کمیسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو قانونو باید تعدیل شي"

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د اصلاح او شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره اړتیا شته چې د انتخاباتي کمیسیونونو د تشکیل اوصلاحیتونو په قانونو کې تعدیل را شي.

د افغانستان ولسي جرګه وايي، د هېواد د انتخاباتي نظام د اصلاح او د هغه څه په اړه چې په انتخاباتو کې؛ د انتخاباتي کمیسیونو د مسوولینو درغلۍ بلل کیږي؛ لازمه ده چې د انتخاباتو کمېسیون د دندو، تشکیلاتو او صلاحیتونو په قانون کې تعدیل راشي.

د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د دې جرګې عدلي او قضايي کمېسیون ته دنده وسپارله چې د دې قانون د تعدیل لپاره لازم اقدام وکړي:

"دغه انتخابات له یو عالم ستونزو او درغلیو سره مله وو ترسره شول؛ په دې اساس څارنوالي باید د دې جرمي برخه تعقیب کړي چې ولې انتخابات وځنډېدل او د دې اجرات به هم تعقیبوو؛ عدلي او اقتصادي ځانګړي کمېسیون ته وظیفه سپارم؛ چې د راتلونکي انتخاباتود اصلاح لپاره د انتخاباتو کمېسیونو د داخلي دندو د اصلاح لپاره لازم اجرات وکړي."

د افغانستان دانتخاباتي کمېسیونونو رییسان د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وربلل شوي وو؛ خو هغوی په دې غونډه کې برخه وانه خیسته بلکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکی پکې ګډون وکړ.

د انتخاباتي کمیسیونونو د مشرانو نه حاضرېدو د ولسي جرګې د رییس او د دې جرګې د نورو غړيو غصه را وپاروله او د دوی دغه کړنه یې د اساسي قانون له مادو سره په ټکر کې وبلله.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس د تیرو انتخاباتو په اړه د انتخاباتوله خپلواک کمېسیون نه دوضاحت غوښتنه وکړه؛ خو نورو وکیلانو هغه ته د خبرو کولو وخت ورنه کړ.

په همدې حال کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال صدیق احمد عثماني هم وايي؛ د انتخاباتي کمېسیونونو مسوولین باید د انتخاباتو په اړه شویو شکایتونو ته ځواب ووايي:

"نن ورځ نه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اونه د شکایتونو کمېسیون چارواکي ولسي جرګې ته حاضر شول؛ جناب نورستاني صاحب د انتخاباتو کمېسیون د تشکیل او صلاحیتونو قانون باید تعدیل شي؛ هغه امیدونو چې ګویا دواړه کمېسیونه یې لري او له مخې یې وايي چې ولسي جرګه او ولسمشر نشي کولای موږ له دندو لرې کړي بې هیلې کړو."

له دې مخکې د ولایتي شوراګانو ځینو معترضو کاندیدانو هم مظاهرې کړي او ویلي یې دي چې انتخاباتي کمیسیونو په انتخاباتوکې پراخې درغلۍ کړي او باید له هغوی نه په دې اړه جدي پوښتنه وشي.

راپور: رحمت الله افغان