د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني په تورې بحیرې کې د افغان کډوالو د بیړۍ د ډوبیدو په اړه خواشیني څرګنده کړې.
د جمهوري ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ډاکټر غني د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې له ترکیې مقاماتوسره په همغږۍ د دې پیښې په اړه لازمې څیړنې وکړي ترڅو په راتلونکې کې دا ډول پیښې تکرارنشي.
دغه راز د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشرغنی د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې له ترکیې نه د دې پیښې د قربانیانو د جسدونو د انتقال لپاره لازم اقدامات وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې دوه څلویښت افغانانوڅخه څخه د درویشتو جسدونه موندل شوي، شپږ تنه ژغورل شوي او دولس نور لاهم لادرکه دي.
چارواکي وايې چې دا بیړۍ د دوشنبې په ورځ له استانبول څخه د اروپا پرلور روانه وه چې په سمندر کې ډوبه شوه.