په پاکستان کې دوه عیسویان قران پاک ته د سپکاوي په تور ووژل شول

پاکستاني پوليس وايي، دوه عيسويان قرآن ته د سپکاوي په تور د مسلمانانو د يوې پارېدلي ډلې له خوا تر بريد لاندې راغلي او وژل شوي دي. وروسته د مسلمانانو د ډلې له خوا د دغه دوو عيسويانو جسدونه سوځول شوي دي.

دا پېښه پرون د کوټ رادها کشان په ښارګوټي کې رامنځته شوه. کوټ رادها کشان د لاهور ښار په جنوب لويديځ کې په ۶۰ کلو مترۍ کې پروت دی. دا په پاکستان کې وروستۍ پېښه ده چې اسلام ته د سپکاوي پر تور رامنځته کيږي.

وژل شوي کسان چې د خښتو په يوه بټۍ کې يې کار کاوه او له یو بل سره يې واده کړی و؛ شمع او شهزاد نومېدل.

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف يوه درې کسيزه کمېټه جوړه کړې ده چې د دې وژنو په اړه چټکې پلټنې وکړي او پوليسو ته يې حکم کړی چې په دې ولايت کې د عيسوي مذهبو په سيمه کې امنيت ټينګ کړي.