د سیمه ییزوارګانونوخپلواکه اداره وايي چې په هېواد کې یې د ښارونو د فرهنګي اقتصادي او ټولنیزي ارزونې پروګرام پیل کړی دی.
د دې ادارې مرستیال عبدالمتین بیګ نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه پروګرام د اسټرالیا هېواد د دوه نیم سوه ډالرو په مرسته تر سره کیږي.
ښاغلي بیګ زیاته کړه چې، دغه پروګرام په هېواد کې د ښارونو فرهنګي، ټولنیزو اقتصادي وضعیت تر پوښښ لادې نیسي.
نوموړي هیله وښوده،چې، د دې پروګرام په بشپړیدوسره به د یوه کال په جریان کې د ښارونو پراختیايي پروګرامونه هم تنظیم شي.