د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د سعودي عربستان د دیني علماوو له هغې پريکړې هرکلي وکړ چې غواړي په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه شرعي فتوا صادره کړي.
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي؛ د افغانستان د جګړې په اړه به د اسلامي نړۍ د ترټولو لویې دارلافتاء رسمي شرعي فتوا د افغان جګړې د کورنیو او بهرنیو تمویلوونکو د ذهنونه په روښانه کولو کې مرسته کړي.
د دې وزارت مرستیال او سرپرست داعي الحق عابد د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل؛ د سعودي عربستان شرعي فتوا يې په اسلامي نړۍ کې مهم رول لري.
ښاغلی عابد وايي، د افغانستان د جګړې په اړه به دعربستان حکومتي فتوا وکړای شي؛ د هغو ځوانانو په راګرځولو کې مرسته وکړي چې غواړي جګړو ته ولاړ شي:
"موږ هیلمن یو چې د اسلامي نړۍ علمان په ځانګړې توګه د سعودي عربستان دیني علمان چې په اسلامي نړۍ کې مهم رول لري او په وسله والو باندې زیات تاثیر لري؛ د داسې فتواوو په ورکولو سر به وکړای شي؛ هغه ځوانانو چې د جهاد په نامه په جګړو کې برخه اخلي؛ لږ تر لږه د هغوی انګیزې سړې کړي؛ د افغانستان په اړه دغه یو نیک اقدام دی موږ یې هرکلی کوو."
سعودي چارواکو په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي شورا له یوه پلاوي سره؛ د ملاقات پر مهال ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به یې مفتیان د افغانستان د جګړې په اړه یوه فتوا صادره کړي.
د دې هییت غړې شکریې بارکزۍ ازادۍ راډیو ته وویل چې د سعودي علماوو فتوا به د افغان حکومت په پلوي وي او له مخې به یې په افغانستان کې روان جنګ چې د جهاد په نوم کیږي؛ جکړه وبلل شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د دیني علمانو د شورا نظر واخلو؛ خو د دې شورا چارواکي خبرو ته حاضر نه شول.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د سعودي له دې هڅې نه هرکلي کوي او وايي چې د شرعي فتواوو ترڅنګ باید هېوادونه د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره سیاسي هڅې هم وکړي.
د دې شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي؛ څو چې افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته قناعت او په حکومت کې ونډه ورنه کړي؛ شرعي فتواوې به د جګړې په ختمیدو کې کوم رول ونه لري:
"سیاسي اراده، د علمانو فتوا د حدودو په حقوقو کې مشارکت خبره حل کولای شي؛ که چېرې سیاسي اراده، علمانو فتوا او په حدودو کې د حقوقو مشارکت رامنځ ته نه شي؛ تنها په فتوا باندې د مسالې حل نه پیدا کیږي."
معلومه نه ده، چې د سعودي عربستان د علماوو نوې فتوا به څه وخت صادره او څه اغیزې به ولري؛ خو له دې وړاندې ورته فتواوو د جګړې په کچې کوم اغیز نه دی کړی.
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت د اسلامي نړۍ پر ټولو علمانو غږ کوي چې د افغانستان په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې د بل شوي اور او د اسلام ترچتر لاندې د جګړې پرضد شرعي فتوا ورکړي.
راپور: رحمت الله افغان