کابل: د عاشورا ورځې د لمانځلولپاره۲۵۰۰۰سرتیري په دندو ګمارل شوي

د کابل امنیتي چارواکي وايې چې د عاشورا ورځې د لمانځلو لپاره 25 زره سرتیري د امنیت د تامین لپاره په دندو ګمارلي.

د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهرظاهر نن ازادۍ راډيوسره په خبروکې ټولو هېوادوالو ته د امنیت له پلوه ډاډ ورکړ.

ټاکل شوې چې د عاشورا ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې به ولسمشرمحمد اشرف غني او نور لوړ پوړي چارواکي خبرې وکړي.

نن د عاشورا ورځ ده دغه ورځ د محرم د مياشتې له لسمې سره برابره ده د نړۍ ټول مسلمانان د ويراو دعا په مراسمو کې ګډون کوي.