ولسمشرغني: اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون به توشېح شي

ولسمشراشرف غني وايي، که اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې بدلونونو ته اړتیا نه وي سمدستي به یې توشېح کړي.

ولسي جرګې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په تېره سرطان میاشت کې په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې تصویب کړ خو تر اوسه لا توشېح شوی نه دی.

افغان ولسمشر پرون له یو شمېر ژورنالیستانو سره په کتنه کې وویل چې د ملي وحدت حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی.

په دې اړه د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفترله خوا په خپاره شوي بیان کې راغلي چې افغان ولسمشر د ژورنالیستانو د امنیت او مصوونیت ډاډ ورکړ او ویې ویل چې حکومت یې په دې برخه کې جدي اقدامات په پام کې لري.