اوکراين: د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سيمو کې انتخابات پيل شول

د اوکراين په ختيځ کې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سيمو کې لانجمن انتخابات پيل شول.

هغه کسان چې د لوهانسک او ډونيڅک په ځينو برخو کې ځانونه چارواکي ګڼي وايي؛ په دغو انتخاباتو کې دغو دوو خپلسرو جمهوريتونو ته مشران او ولسي شوراګانو ته غړي ټاکل کېږي.

د اوکراين حکومت، د امريکا متحده ايالاتو؛ اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون وايي؛ دغه انتخابات غيرقانوني دي.

د لوهانسک د په خپل سر اعلان شوي جمهوريت د مشرۍ لپاره څلور کسان کانديدان دي چې په هغو کې اوسنى رهبر "ايګور پلاتنيڅکي" هم شامل دى. درې نور کسان چې د ټولنيزو غورځنګونو غړي دي؛ د ولسي شوراګانو کرسيو ته کانديدان دي.

په ډونيڅک سيمه کې د اوسني رهبر "الکساندر زاخارچينکو" په ګدون درې کسان د دې خپلسري جمهوريت د مشرۍ لپاره کانديدان دي او دوه نور غورځنګونه د دونيڅک د ولسي شوراګانو لپاره انتخاباتي مبارزه کوي.