يوه بريتانوۍ ښځه چې په اصل کې د ايران ده او هڅه يې کوله په تهران کې د نارينه وو د واليبال په مسابقه کې ګډون وکړي، په يو کال بند محکومه شوه.
٢٥کلنه غنچه قوامي د جون مياشتې پر ٢٠مه د تهران له ازادۍ سټوډيوم بهر، چې په پام کې وه د ايران د واليبال ملي ټيم د ايټاليا په وړاندې مسابقه وکړي، نيول شوې وه.
غنچه قوامي تېره مياشت محاکمه شوه. د هغې مدافع وکيل عليزاده طباطبايي نن په تهران کې وويل چې د محکمې د حکم له مخې مېرمن غنچه په يو کال بند محکومه شوې ده.
د ايران رسنيو د طباطبايي دا خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي، د غنچې د محکومېدو په اړه تر اوسه کوم رسمي دليل نه دى ورسپارل شوى دى.
هغې په سپټمبر مياشت کې ويلي چې د رژيم پرضد د تبليغاتو تور ورباندې لګول شوى دى.
مېرمن غنچې تر اوسه پورې ١٢٨ ورځې په توقيف کې تېرې کړي، چې له دې جملې يې ٤١ ورځې په انفرادي سلول يا زندان کې تېرې کړې دي.