د ایران د بشري حقونو تر ټولو لوړي چارواکي په خپل هیواد کې د اعدامونو په اړه د ملګرو ملتونو د انتقاد په ځواب کې وویل چې په ایران کې په سلو کې ۹۳ اعدامونه د مخدرو موادو د قاچاق وړونکو دي.
د ایران د بشري حقونو د شورا مشر "محمد جواد لاریجاني" دا خبره د ملګرو ملتو د یوه راپور په ځواب کې وکړه چې پر ایران یې د زیاتو اعدامونو په خاطر په کې انتقاد کړی و.
د لاریجاني څرګندونې د دغه هیواد د عدلیې وزارت په ویبپاڼه کې د شنبې په ورځ خپرې شوي دي.
د ملګرو ملتونو په هغه راپور کې چې د اکتوبر په درویشتمه یې خپور کړی؛ ویل شوي چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د جولای او د ۲۰۱۴ کال د جون مياشتو ترمنځ په ایران کې لږ تر لږه اته سوه دوپنځوس (۸۵۲) تنه اعدام شوي دي.
ملګرو ملتونو دا شمېر، د تېرو کلونو په پرتله په ایران کې د اعدامونو د زیاتېدو په باب خبرداری ورکوونکى بللى و.