افغان ولسمشرمحمداشرف غني وویل؛ ډېر ژر یو چینايي پلاوی د افغانستان او چین تر منځ د شویو ژمنو او تړونونو د تعقیب په هدف افغانستان ته راځي.
ښاغلي اشرف غني دا خبره نن په کابل کې د چین له څلور ورځني سفر نه په راستنیدو خبریالانو ته وکړه.
ښاغلي غني همداراز د دواړو هیوادونو تر منځ د شویو موافقو د موثره ګڼلو تر څنګ وویل چې زموږ د بنسټیزه پلان د رامنځته کولو هدف دا دی؛ څو په راتلونکو شپږو میاشتو کې د افغانستان لومړیتوبونه روښانه او ورته رسیدګي وشي.