د ولسي جرګې رییس له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټې اخیستو تورن شو

د ولسي جرګې اکثرو وکیلانو نن ددې جرګې رییس له وظیفوي موقف نه په سو استفادې تورن کړ.

دوی ادعا وکړه چې عبدالرووف ابراهیمي په ناقانونه توګه په یوه میاشت کې شل ورځې په بهرنیو سفرونو تیروي.

د دې جرګې یوه غړي محمدنعیم لالي حمیدزي د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل؛ د ولسي جرګې د رییس د دې کار پوښتنه باید وشي.

خو د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وویل چې بهر ته ټول سفرونه یې د دندو یوه برخه وه.