لوګر: په ازره کې د پولیسو او ملي اردو پر ګډه اډه وسله وال برید روان دی

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د پولیسو او ملي اردو په یوه ګډه اډه باندې له انتحاري حملې وروسته؛ وسله وال په سیمه باندې د راکټونو او ماشیندارو ډزې کوي.

د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحق زي ازادي راډیو ته وویل؛ د ازرې په کوزه چوتره سیمه کې دا حمله د یوه موټر بم په واسطه شوې او اوس وخت په سیمه باندې د راکټونو ترڅنګ وسله وال د نورو درنو وسلو ډزې هم کوي.

د ښاغلي اسحق زي په خبره، تر دې دمه له دې پيښې نهه ملکي ټپیان روغتون ته وړل شوي؛ خو په سیمه کې یو شمیر پوځیان او ملکیان تر خاورو لاندې دي چې د حملو د دوام له امله نه دي ژغورل شوي.