ولسمشر غني: افغان حکومت به له خصوصي سکټور سره همکار وي

ولسمشر محمداشرف غني وايي چې افغان حکومت به له خصوصي سکټور سره همکار وي او دروازې یې تل د سوداګرو او پانګوالو پرمخ خلاصې دي.

ولسمشرغني پرون له افغان او چینايي سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې وویل؛ په افغانستان کې باید د خصوصي سکټور او دولت ترمینځ د باور او دوامدار تعامل پربنسټ ولاړ تړون رامینځ ته شي.

ښاغلي غني چین ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر په وروستۍ ورځ څرګنده کړه چې خصوصي سکټور به له دې وروسته د دولت فاسدو چارواکو ته پیسې نه ورکوي او دا زمینه به د هېواد په عدلي او قضایي سیستم کې راروان اصلاحات ورته برابره کړي.

د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه د افغان ولسمشر له قوله لیکي چې وايي، افغانستان باید یو صادروونکي هېواد وي. دی زیاتوي چې د افغانستان او چین د سوداګرۍ د خونو ترمینځ اړیکي د سوداګرۍ او صنعت په برخو کې د دواړو هېوادو د اړیکو د پراختیا لپاره خورا ګتور دي.

چینايي چارواکي وايي د پېکنګ د اعلامیې له مخې په پرونۍ غونډه کې د سوداګرۍ، پانګونو، عامه تاسیساتو، له طبیعې پېښو سره د مبارزې او پوهنې په برخو کې په افغانستان کې د څلور شپېتو پروګرامونو پر پیل موافقه وشوه.