عراق: د پېشمرګه ځواک یو کتار د داعش پر ضد د عملیاتو لپاره کوباني ته روان شوی

د عراقي کردانو د پېشمرګه ځواک یو کتار چې په ترکیه کې و؛ د سوریې په سرحد کې پروت کوباني ښار ته روان شوی او تمه ده چې هلته به د اسلامي دولت ډلې پرضد په عملیاتو کې برخه واخلي.

په دې کتار کې په توپونو او درنو ماشینګڼو بار موټر هم کوباني ته چې اسلامي دولت ډلې له دریو خواوو کلابند کړی وړل کېږي.

پرون له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان وویل؛ دی په دې باور دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد جوړ شوی نړیوال ایتلاف د سوریې او عراق د نورو ښارونو پرتله چې د دې افراطي ډلې له خوا نیول شوي دي یا ګواښ ورته کېږي؛ پر کوباني له حده زیات تمرکز کوي.

اردوان دا څرګندونې پرون له خپل فرانسوي سیال فرانسوا اولاند سره ترکتنې وروسته په پاریس کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

پر ترکیې انتقاد کېږي چې له کوباني سره په مرسته کې یې لازمه همکاري نه ده کړې.