د عراق د لویدیځ انبار ولایت یو قومي مشر وايي؛ د اسلامي دولت ډلې وسله والو د یوې قبیلې نژدې درې سوه کسان د اعدام په طریقه وژلي دي.
د البو- نیمر Al-Bou Nimr د قبیلې مشر شیخ نعیم الګاوود Sheikh Naim al-Gaood پرون وویل چې په "هیت" Hit نومې سیمه او شاوخوا کلیو کې یې په ډله ییزو قبرونو کې د ۲۹۰ کسانو مړي موندل شوي او په ګاونډۍ سیمه- الباقر کې د اسلامي دولت ډلې وسله والو پنځه سوه نور کسان د اعدام لپاره کلابند کړي.
د البو- نیمر سني قبیلې د هغو دولتي ځواکونو ملاتړ کړی دی چې د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سیمو د بېرته نیولو هڅه کوي.
په عین حال کې د عراق تر ټولو ستر شیعه مذهبي عالم له حکومته غوښتي دي چې د هغو سني قبیلو ملاتړ وکړي چې د اسلامي دولت ډلې پرضد جګړه کوي.
آیت الله علي سیستاني پرون په کربلا کې د جمعې له لمانځه وروسته په یوه وینا کې چې د ده د یوه همکار له خوا ولوستل شوه؛ وویل، دا به نورو قبیلو ته هم موقع برابره کړي چې د دې افراطي ډلې پرضد په عملیاتو کې ګډون وکړي.