د چک جمهوریت پارلمان د جمعې په ورځ په افغانستان کې د راتلونکو دوه نورو کلونو لپاره د چیکې سرتیرو پاتې کیدل تصویب کړل.
ټاکل شوې ده چې چیکې ځواکونه به د افغان سرتیرو د روزنې او هغوى ته د سلا مشورو په برخه کې همکاري وکړي.
د افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته یو شمیر اروپايي هیوادونو د افغانستان د راتلونکې په ماموریت کې ونډې اخستو ته خپله لیوالتیا ښودلې ده.
په دې لړ کې دچیک جمهوریت د جمعې په ورځ افغانستان ته د خپلو ۳۵۰ پوځي روزونکو او سلاکارانو د استولو پلان منظور کړ.
چیکې ځواکونه به د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کلونو لپاره په افغانستان کې وي او دغلته به د افغان سرتیرو د روزنې او هغوى ته د سلامشورو په ماموریت کې برخه اخلي.
چیکې ځواکونه به په افغانستان کې په هیڅ ډول جنګي فعالیتونو کې ونډه نه لري او یوازې د نآتو په مشرۍ د روزنې په ماموریت کې به همکاري کوي.
دا مهال ۲۲۷ چیکې سرتیري په افغانستان کې ځای پر ځای دي چې مخکې تر دې ټاکل شوې وه د روان ۲۰۱۴ م کال تر پایه پورې له دغه هیواد څخه اووځي.
چیک جمهوریت په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ پوځیان درلودل .
په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په پوځي ماموریت کې لس چیکي سرتیري وژل شوي دي.