صافی: له چین سره ښې اړیکې د افغانستان له پرمختګ سره هم ډېره مرسته کولای شي

یو شمیر افغان کارپوهان په چین کې د اسیا زړه هیوادونو د کنفرانس له ترسره کیدو هرکلی کوي او وايي چې چین به په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره ډېره مرسته وکړي.

لیکوال او د افغانستان او چین د روابطو څیړونکي ډاکټراحمدجاوید صافي آزادي راډیو ته په یوه مرکه کې وویل له چین سره ښې اړیکې نه یواځې دا چې د چین اړتیا ده بلکې د افغانستان له پرمختګ سره هم ډېره مرسته کولای شي.

زموږ خبریال صفي الله ستانکزي له ښاغلي صافي سره مرکه کړې او لومړی یې دا پوښتنه ترې کړې چې د بیجینګ په کوربه توب د اسیا زړه هیوادونو د کنفرانس ترسره کیدل څومره مهم و.؟

Your browser doesn’t support HTML5

له احمد جاوید صافي سره مرکه