په لغمان ولایت کې د مقناطيسي بم د چاودنې له امله لس تنه ملکيان زخميان شوي دي.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، نن سهار شاوخوا لس بجې د لغمان مرکز اړوند د عصمت چوک په سیمه کې په یوه بایسکل پورې نښلول شوی مقناطیسي بم د چاودنې له امله لس تنه ملکي وګړي زخميان شوي دي.
ځواک وايي، زخميان يې ټول روغتون ته استولي، چې له دې ډلې د دوو تنو روغتيايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د یادې پيښې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.