د افغان میرمنو شبکې ولسمشرته د ښځینه فعالانو د مشورتي شورا د غړو په غوره کولو کار پیل کړ.
افغان میرمنو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ددې شورا غړي به ولسمشرته د ښځو د حقونو د ساتلو او ښځو ته د ورپیښو ستونزو د حل په خاطر مشورې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشراشرف غني احمدزي په سیاسي او ټولنیزه برخه کې د ښځو په ګډون او د دوی په وړاندې د پرتو خنډونو د هواري ژمنه کړې ده.
په کابل کې د بېلابیلو ولایتونو سلګونه ښځېنه فعالانې راټولې شوي، څو ولسمشرته د ښځو د ستونزو د هواري په برخه کې یو شپږ کسیزه مشورتي شورا جوړه کړي.
په دې ښځو کې د پوهنتون استادانې، د مدني ټولنو او د ملي شورا یو شمېرغړي هم شاملې دي.
د افغانستان د ښځو د شبکې ريیسې حسینې صاُفي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ رادیو ته وویل، په لومړې ناسته کې به د دې شورا د غړیو د غورولو کولو لپاره نظریات را غونډ شي:
″موږ نن جمهوررییس ته د ښځو د مشورتي شورا د جوړیدو شاهدانې یو.
د بلخ له ولایته شپږ پوهې ښځې انتخاب شوي چې دلته د دې شورا د جوړیدو لپاره پوهو کاندیدو ښځو ته راېې ورکړي، څوله دې لارې د ښځو پیغام خلکو ته ورسوي او ستونزو ته یې د حل لارې ومومي.″
په پام کې وه چې دغې شورا د پخواني جمهورريیس حامد کرزي په حکومت کې کارپیل کړی وای، خو د افغان میرمنو شبکه وايي چې د ښاغلي کرزي د غوښتنې په اساس د دې شورا فعالیت ځنډیدلی و.
د افغان میرمنو شبکه هیله ښيي چې د افغانستان نوی جمهورريیس اشرف غنی احمدزی هغه ژمنې عملي کړي چې د ښځو د ژوند د ښه والی لپاره یی کړی دي.
د بلخ پوهنتون استاده منیژه پاکطین چې د دې ناستې یوه ګډونواله ده غواړي چې د دې شورا هغه کاندیدې ته رايي ورکړې چې وړتیا یي ولري.
منیژه پاکطین هیله ښيي چې دا شورا مثبت کارونه ترسره کړي:
″افغان میرمنې د یو بورډ د جوړیدو په خاطر یو ځل بیا خپلو هیلو ته نږدې کېږی.
جمهورريیس چې غواړي د ښځو د روغتیا لپاره له ښځو سره مشوره وکړي، دا مشورې باید مسلکي ښځې ورکړي.
دا مشورې به د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي.″
د دې شورا د معلوماتو له مخې دا شورا به دوه میاشتې وروسته، جمهوررییس ته د مشورو ورکول پیل کړی.
د ښځو چارو وزارت د دې شورا د جوړیدو هرکلی کوي او ډاډ څرګندوی چې دا شورا به د ښځو غږ پورته کړی.
راپور: خان محمد سیند