اکراین: پرودان دې له روسیې سره د ګازو د اخیستلو تړون لاسلیک کړي

د اکراین حکومت د انرژۍ وزیرته دنده سپارلې ده څوله روسیې سره د روان کال د نومبرله میاشتې د ۲۰۱۵ کال د مارچ ترمیاشتې پورې د ګازو د اخیستلو تړون لاسلیک کړي.

په بروکسل کې دوې ورځې د اوکراین او روسیې چارواکو د اروپایي ټولنې له استازیو سره خبرې وکړې، تر دې خبرو وروسته د اوکراین د انرژي وزیر یوري پرودان وویل، چې ټول سندونه به د اکتوبر تر یودیرشمې مخکې لاسلیک شي.

د اروپایي کمیسیون رییس خوزې مانویل باروسو ویلي دي چې ظاهرا داسې ښکارې چې یوه موافقه شوې ده.

تر دې مخکې د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک ویلي وو چې پر یو شمیر ابتدایي مسایلو لکه د ګازو د بیې او پر اوکراین د ګازو له درکه د پخواني پور د ورکولو پر میکانیزم موافقه شوې ده.

خو نوواک ویلي دي، تر هغو به اوکراین ته ګاز صادر نه کړي چې دغه هیواد وار له مخه روسیې ته پیسې ورنه کړي.

روسیې همداراز غوښتي و چې اروپایي ټولنه باید د دې ضمانت وکړي چې اوکراین په راتلونکې کې د ګازو پیسې وار له مخه ورکوي.