هغه کردي وسله وال چې سوریې ته داخل شوې وو، بیرته ترکېې ته ستانه شول څو په ګډه نن د سوریې پرکوباني ښاربرید وکړي.
د عظمت شیخ حسن په نوم په کوباني کې د کردانو یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل، د نننیوعملیاتو په اړه جنګیالیو په خپلو کې خبرې کړې دي.
د دغه مسوول په وینا یو نیم سل کردي وسله وال دې ته چمتو شوې دي چې د کوباني ښار ته ننوځي.
په دې ډله کې سل تنه د پیشمرګه په نوم کردي وسله وال په الوتکه کې د ترکېې جنوب ختیځ ته استول شوې دي چې په درنو وسله و او زغروالو ګاډو سمبال شوې دي.
د کوباني په ښارکې د اسلامي دولت د یاغیانو له لوري د جګړې له پیله تراوسه تراته سوه ډیرکسان وژل شوې دي او نژدې دوه لکه نورد خپلو کورونو پریښود ته اړ شوي دي.