د امریکا د بهرنیوچارو وزیر پر یوه راپور سخت انتقاد کړی دی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر پرهغه راپور سخت انتقاد کړی دی چې په کې یوه امریکایي چارواکې د اسراییل د صدراعظم سپکاوی کړی دی.

اتلانتیک خپرونې روانه اونۍ د یوه امریکايي چارواکي په وینا ولیکل چې، صدراعظم نیتنیاهو د فلسطینیانو په نیول شویو سیموکې د یهودانو میشت ځایونه جوړوي، د امریکا د سولې هڅې له پامه غورځوي او د ایران په برخه کې ستغه ژبه کاروي.

دغهَ امریکایي چارواکې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی همدا راز ویلي دي چې د اسراییل صدراعظم یوازې د ځان د سیاسي راتلونکې په غم کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د پنجشنبې په ورځ دغه څرګندونې وغندلې او ویې ویل:

″هرچا چې داسې خبرې کړې دي، هغه غندو. داسې څه نه د ولسمشر د نظر څرګندونه کوي او نه هم زما. دا ډول څرګندونې د منلو نه دي او زیان رسوونکې دي.″

تردې مخکې د اسراییل صدراعظم د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې د اسراییل د دفاع لپاره پر ده لفظي برید شوی دی.