ایستونیا به په ۲۰۱۵کې افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره روزونکې واستوي

د ایستونیا حکومت اعلان وکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې به افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره روزونکې واستوي.

د ایستونیا د حکومت یوه ویاند پرون انترفکېس اژانس ته وویل چې دا پوځیان به چې شمېربه یې پنځه ویشت تنه وي افغان ځواکونه روزي او هغوی ته به سلا مشورې ورکوي.

ایستونیا وروسته تردې دا پریکړه کړې ده چې د افغانستان حکومت له ناټو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ. د ایستونیا پوځیان هم د ناټو د رونیز ماموریت یوه برخه دي.