ټاکل شوې ده چې نن د چېن په مرکزپیکنګ کې افغان ولسمشراشرف غني او د چېن صدراعظم لي کې قیانګ د افغانستان په اړه په یوه ګډه غونډه کې برخه واخلي.
د ( اسیا زړه) په نوم په دې غونډه کې د سیمې د څوارلس هیوادو استازې ګډون کوي او پکې د افغانستان او سیمې پر امنیت او ثبات خبرې کېږي.
د استانبول په نوم د وزیرانو په کچه له تیرو دریو کلونو راهیسې د افغانستان په اړه غونډې جوړې شوې دي او په پیکنګ کې ننۍ غونډه هم د همدې غونډو لړۍ ده، خو دا ځل یو شمیر مهمو چارواکو ګډون پکې کړی دی.