بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزیرستان د حقاني شبکې یو مهم قوماندان وژلی

په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکوپه برید کې د پاکستاني چارواکو په وینا د حقاني شبکې یو مهم قوماندان وژل شوی دی.

دا برید پرون د برمل په سیمه کې د نرګس پرکلي وشو. دا سیمه د واڼې لویدیځ ته په نژدې دیرش کېلومترۍ کې پرته ده.

د پاکستان د استخباراتي ادارې یوه مسوول وویل چې په دې حمله کې لږ تر لږه اووه وسله وال وژل شوې دي چې په دوی کې یو عبداله حقانی دی چې افغانستان ته د ځان وژونکو برید کوونکو د لیږلو مسوول ګڼل کېده.

دا په روان کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو پنځلسمه حمله ده چې پر وزیرستان یې کوي.