په تخار کې یو ابتدايي ښوونځی له جوړیدو وروسته ګټې اخیستو ته وسپارل شو

په تخارولایت کې د ۲۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د جرمني له مرستو یو ابتدايي ښوونځی له جوړیدو وروسته ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

د دې ولایت د معارف ریاست د مطبوعاتو مسوول ګل اغا نظري آزادي راډیو ته وویل دغه ښوونځی د روستاق ولسوالۍ په کنده کلي کې په دوه کلونو کې د اغا خان پراختیايي بنیاد په همکاری جوړ شوی دی.

ښاغلي نظري زیاته کړه چې دغه ودانۍ اته درسي خونې، څلور ادراي کوټې لري او په میز او څوکېو باندې سمبال ده.

له دې مخکې د یاد شوي ښوونځي زده کوونکې د درسي خونو له نشتوالي له امله ستونزو سره مخ وه او درسونه یې د ونو د سیورې لاندې ول.