روسيه وايي، د ګازو پر سربه له اوکرايين سره د دغه هېواد لانجه تر هغو حل نه شي چې اروپايي اتحاديه پرکېيف د روسيې د پورد ورکولو تضمين ونه کړي.
په بروکسل کې له درې اړخيزو خبرو وروسته د روسيې د انرژۍ وزير الکساندر نوواک وويل، ټولو خواوو د بيې، اندازې او روسيې ته د اوکراين د ګازو د پور د ورکولو د ميکانيزم د ټاکلو د سندونو پر ابتدايي چوکاټ موافقه کړې ده.
ده په عين حال کې وويل، روسيه به ترهغو اوکرايين ته ګاز پرېنږدي چې يقين يې نه وي شوي چې پور يې ورکول کېږي.
نوواک وويل:«که پيسې وي نو ګازهم شته.»