سويډن د لومړني ستر اروپايي هېواد په توګه د فلسطين دولت په رسميت وپېژانده.
د سويډن ننني اعلان حيرانوونکې او ناببره نه و ځکه چې دا هېواد له يوې مياشتې راهيسې د فلسطيني دولت د رسميت پېژندلو په اړه خبرې کولې.
د سويډن د بهرنيوچارو وزيرې مارګوت ول ستروم د فلسطيني دولت د رسميت پېژندلو د اعلان په ترڅ کې وويل، دا د فلسطينيانو د خپلواکۍ د تاييد لپاره يو مهم ګام دي.
تردې پخوا کله چې سويډن د فلسطيني دولت د رسميت پېژندلو په باب خپله اراده اعلان کړه، نو اسراييل پرې انتقاد وکړ.
د اسراييل په وينا دا اقدام د منځني ختيځ د سولې موافقې ته زيان اړوي.
د بريتانيا پارلمان د روان اکتوبر په ديارلسمه د فلسطيني دولت د رسميت پېژندلو لپاره په سمبوليک ډول رايې واخيستې خو دا پرېکړه لازم الاجرا نه ده.