"په افغانستان کې د نشه توکو پر وړاندې مبارزه تر ډیره حده له پامه غورځول شوې"

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې خبرداری ورکړ چې د دې هېواد پر مخدره موادو ولاړ اقتصاد د بیارغونې هڅې له ګواښ سره مخامخ کړي او متحدو ایالتونو هم هغسې چې لازمه وه، د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره کار نه دی کړی.

په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا پلټونکې ادارې سیګار خپل درې میاشتنی راپور نن خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د امریکا د حکومت او نړېوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه تر ډیره حده له پامه غورځول شوې ده.

د دې ادارې مشرجان سوپکو له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې دوی یوه متحده ستراتیژي نه لري.

هغه د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې پر ادارې او د امریکا د بهرنیو چارو وازرت له مخدره موادو د سره د مبارزې پر څانګې انتقاد وکړ چې دوی نه ده او نه هم د ده نورو کارکونکو ته داسې څه نه دي ویلي چې هغه دې په دې هېواد کې د وضعیت پرښه کیدو دلالت وکړي.

ښاغلي سوپکو وویل، متحدو ایالاتو څه باندې اوه میلیارډ ډالره د مخدره موادو په وړاندې په مبارزې ضایع کړي دي:

″موږ له څه باندې اوه میلیارډ ډالر، میلیارډونه ډالرله مخدره موادو سره د مبارزې پرهڅو ضایع کړي دي.

هغوی چې د امریکا په بهرنیو چارو، دفاع وزارتونو یا د امریکا د نړېوالو مرستو په اداره کې په دې اړه کار کوي، له دغه واقعیت سره مخامخ دي چې ایا دوی په تیرو دیارلسو کلونو کې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې څه کړي دي، وایم نه.″

ښاغلي سوپکو وویل، د دفاع وزارت د استخباراتو د ادارې د راپورسره سره چې وایي امریکا هرکال یواځې د ۱۲،۷ ملیون ډالرو په اندازه هیروین ضبطوي، له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره د قانون د پلي کیدو پر ځواکونو نژدې درې میلیارډ ډالرلګول شوي دي.