د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزي، چې چين ته په څلور ورځني سفر تللی دی، د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له صدراعظم او د پارلمان له رييس سره وکتل.
د چين د ملي- ولسي کانګريس رييس ژانګ ديجينګ له ولسمشراحمدزي سره په کتنه کې وويل، چين د افغانستان د سوله ييزې بيارغونې ملاتړ کوي او د دوه اړخيزو اړيکو او همکاريو د پراختيا غوښتونکي دي.
ژانګ وويل، ملي ولسي کانګريس به، چې د چين تر ټولو لوړه مقننه جرګه ده، د افغانستان له ملي شورا سره ګډې هڅې وکړي څو د دوو هيوادونو ترمنځ د قانون جوړونې او خلکو ته د سوله ييزې بيارغونې د خدماتو په وړاندې کولو کې د تجربو شريکول زيات شي.
ژانګ همداراز له دوو هيوادونو وغوښتل چې د چين او افغانستان ترمنځ د همکاريو ستراتيژيک مشارکت لوړ حد ته ورسوي.
تر دې مخکې د چين صدراعظم لي کيکيانګ هم د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره وليدل.
د ښاغلي احمدزي او ګيانګ د خبرو جزييات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.
ولسمشرهمدا راز له دې کتنې وروسته د چېن د کميونيسټ ګوند له مشر سره وکړې.
ولسمشراشرف غني احمدزي پرون تردې مخکې د بيجينګ په شينهوا پوهنتون کې وينا وکړه او ويې ويل چې پرمختللي افغانستان د ټولې سيمې په ګټه دي.
ښاغلي احمدزي د سيمې د هيوادونو تر منځ په همکارۍ ټينګار وکړ، ويې ويل که چېن د افغانستان له طبيعي زيرمو په خپلو فابريکو کې کار واخلي دا به د افغانستان له پرمختګ سره ډېره مرسته وکړي.