سوریه: د سوریې د ازادۍ پوځ، یو شمېرجنګیالي د کوباني ښارته ننوتل

په سوریه کې چارواکي او بشري فعالین وايي چې نن د سوریې د ازادۍ پوځ، یو شمېرجنګیالي د ترکېې له خاورې د کوباني ښارته ننوتل.

دا جنګیالي په کوباني کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پرضد مبارزه کې، د کردانو ملاتړته ورغلي دي.

په کوباني کې د کردانو مشرانو ویلي چې لږ تر لږه ۵۰ جنګیالي نن د ترکېې له خاورې کوباني ته ور ورسیدل.

پرون د عراق له شماله هم یونیم سل ملیشه کردان [پيش مرګه] ترکېې ته ولاړل څوله هغه ځايه کوباني ته واوړي.

ترکېې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي دولت په نوم وسله والو تقریبا شپږ اونۍ مخکې پر کوباني پوځي عملیات پيل کړل او له هغه راهیسې دوه زره کسان په کې وژل شوي او دوه لکه کسان بې کوره شوي دي.