د زامبیا ولسمشرمایکل ساتا په ۷۷ کلنۍ کې ساه ورکړه

د زامبیا حکومت نن اعلان وکړچې د دې هېواد ولسمشر مایکل ساتا چې په [King Cobra] مشهور وو، په اوه اویا کلنۍ کې ساه ورکړه.

مایکل ساتا په ۲۰۱۱ [میلادي] کال کې د زیاتو خلکو د توقع خلاف، د جمهوري ریاست انتخابات وګټل.

د ده د انتخاباتي مبارزې عمده شعار په زامبیا کې له اداري فساد سره مبارزه وه.

ساتا یو وخت د پولیسو افسر وو او وروسته یې په لندن کې د ریل ګاډي په سټیشن کې کار کاوو.

دی وروسته له سیاست سره علاقمند شو او خپل هېواد ته له ستنیدو سره یې سیاسي کارونه پيل کړل.

سره له ده چې ساتا په زامبیا کې له اداري فساد سره د مبارزې په نوم انتخابات ګټلي وو او مطبوعاتو ته یې د حکومت له لاس وهنې ازادي ورکړې وه خو په دوامدار ډول یې پر خپلو مخالفو ژورنالستانو او سیاستوالو حملې کولې.

ده ته له همدې امله خلکو د کوبراپاچا نوم ورکړی وو. دی د لندن په یوه روغتون کې مړ شو.