فرانسې روسيې ته د دوو جنګي کشتیو استول وځنډول

فرانسې په سپتمبرمياشت کې د ناټو د غړو هیوادونو له سخت انتقاد وروسته روسيې ته د دوو جنګي کشتیو استول وځنډول.

‍دا هليکوپتر وړونکې کشتۍ روسيې له فرانسې څخه غوښتې وې. د فرانسې د ولسمشر دفتر د سپتمبر په ۴مه په اوکراين کې د روسيې لاسوهنې ته په اشاره سره وويل، د کشتیو د لېږلو شرايط تر اوسه نه دي پرځای شوي.

له هغه راهيسي، اولان ويلي، له دې مخکې چې فرانسه دا کشتۍ وسپاري، کيېف، مسکو او روسي پلوه جلاغوښتونکي باید په منسک کې د اوربند د شوې موافقې بشپړ درناوی وکړي.

د فرانسې دفاع وزیر ژان ایویس دریان Jean-Yves Drian پرون په دې اړه خبریالانو ته وویل:

"د فرانسې ولسمشر فرانسوااولاند مخکې ویلي و، چې که په سیاسي حالت کې بدلون رانشي نو د دې کشتیو د سپارلو تصور هم نشي کولای. ولسمشر به په ټاکلې نېټه چې نوامبر میاشت ده د دې کشتیو د استولو پرېکړه وکړي."

فرانسې د دوو جنګي کشتیو د جوړولو او پر روسيه د پلورلو پرېکړه په ۲۰۱۱م کال کې وکړه.

ټاکل شوې وه چې لومړی هلي کوپتر به روسيې ته د ۲۰۱۴م کال د نومبر په مياشت کې او دوهم په ۲۰۱۵م کال کې روسيې ته وسپارل شي.