د ملګروملتونوځانګړی راپورتر په ايران کې د بشري حقونو د حالت په هکله خبرداری ورکوي چې په دې هېواد کې د اعدام سزاوې مخ پر زياتېدو دي.
د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپل وروستي راپورکې احمد شهيد وويل، په ايران کې، د ۸ ماشومانو په شمول، لږتر لږه ۸۵۲ تنه، د ۲۰۱۳م کال د جولای له مياشتې څخه د ۲۰۱۴م کال د جون ترمياشتې پورې اعدام شوي دي.
ده وويل، دا شمېره څرګندوي چې په ايران کې اعدامونه تر اندېښمنونکي بريده زيات شوي دي.
ده زياته کړه چې د ايران د حکومت او پارلمان له خوا د ځينو وروستيو پرمختګونو سربېره، د ايران د بشري حقونو حالت يو جدي اندېښنه ده.
شهيد د بيان د ازادۍ او پرايراني رسنيو د فشار په اړه خبرداری ورکړ او وې ويل چې شا او خوا ۳۵ خبريالان اوس مهال په ايران کې بنديان دي.