د اسلامي دولت وسله والې ډلې یوه نوې ویډیو خپره کړې چې په کې له دوی سره یو یرغمل شوی بریتانوی خبریال ظاهرا د سوریې په سرحدي ښارګوټي کوباني کې څرګندیږي.
د دې ویډیوخپرول د هغو راپورونو پرضد تبلیغاتي هڅه ده چې وايي، اسلامي دولت وسله وال په دې ښارکې د جګړې د بایللو په حال کې دي.
په دې ویډیوکې د تښتول شوی درې څلوېښت کلن خبریال جان کانټلي په یوجګړه ځپلي ښارکې ښودل کیږي او د امریکا هغه ادعاوې ردوي چې وايي د اسلامي دولت وسلوال د شاتګ په حال کې دي.
کانټلي د ۲۰۱۲ م کال په نومبرمیاشت کې هغه مهال په سوریه کې یرغمل شوی و چې نوموړې د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه راپورونه جوړول.
نوموړې د اسلامي دولت د وسلوالو په یوشمېرتبلیغاتي ویډیوګانو کې راڅرګندیږي چې ظاهرا یې هدف د دې جګړې په اړه د رسنیو پر راپورونو اغیز کول دي.