اسراییل به په ختیځ بیت المقدس کې تر۱۰۰۰زیات نوي کورونه جوړ کړي

اسراییلو ویلي چې په ختیځ بیت المقدس کې تر زرو زیات نوي د استوګنې کورونه جوړوي.

فلسطینیانو بیا خبرداری ورکړی چې دا اقدام به په تاوتریخوالي کې د ″چاودنې″په معنی وي.

د دوشنبې په ورځ دا اعلان د اسراییلو د صدراعظم بینیامین نتنیاهوپه دفترکې یوې ناڅرګندې سرچینی وکړ.

دې سرچیني همدارنګه تایید کړې ده چې په لویدیځه غاړه کې هم اسراییل د بنسټیزو پروژو د عملي کولو پلان لري خو په دې اړه یې ډیرجزییات نه دي ورکړي.

د فلسطیني ادارې د مشرمحمودعباس ویاند نبیل ابو رضینا ویلي، د اسراییلو دا اقدام یوخطرناک چټکوالی دی چې د ده په وینا سیمه کې به ″زلزله″راولي.

د عباس د فتح غورځنګ یوه لوړ پوړي چارواکي جیبریل رجب بیا ویلي، د اسراییلو دا اقدام به د تاوتریخوالي د لا زیاتیدلو په معنی وي.

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ویاندې جین ساکي ویلي، واشنګټن د اسراییلو د نویو میشت ځایونو د پلان په اړه ژوره اندېښنه لري.