په بلخ ولایت کې یو شمېرکوچیان وايي چې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې د څارویو سلګونه جریبه څړځایونه د زورواکو له خوا غصب شوی ده.
د دې ولایت د کوچیانو مدیرغلام فاروق عبیدي ازادۍ راډیو ته وویل، که په دې برخه کې لازم اقدامات ونه شي نو ښایې چې د کوچیانو ډیر څاروي له منځه ولاړ شي.
ښاغلي عبیدي د کوچیانو ماشومانو ته د ښوونیز مرکزونو نشتوالی، د روغتیایې د خدماتو کموالی او د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی له نورو مهمو ستونزو څخه یاد کړل.