د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو مخالفینو له حضوره یې د غورک ولسوالۍ د پاکولو په هدف د تیرې ورځې راپدیخوا پوځي عملیات پیل کړي دي.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادۍ راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو وسله وال مخالفین محاصره کړي دي.
دراني د پیل شوو عملیاتو پرمهال د اوښتې تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
د راپورونو له مخې د کندهار ولایت د غورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې شاوخوا څلور سوه وسله وال مخالفین ځای پرځای شوي دي.
په یوبل خبر کې د ننګرهار امنیتي مسوولان وایې چې د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د عملیاتو پرمهال تیره شپه د دولت څلور وسله وال مخالفین وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر دامهاله د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.